اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو لګول شوی بندیز دې لغو کړي.
دوی نن (دوشنبه، ۱۹ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې که دا دستور پلی شي، نو په افغانستان کې به د ښځو او نجونو پر روغتیا، کرامت او راتلونکي نه توجیه کېدونکی او د نه بیان وړ ګوزار وکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې: «له شک پرته به دا اقدام کړاوونه او ناروغۍ زیاتې کړي او له امله به یې په اوس وخت کې ماشومان او ښځې ومري او پر راتلونکو نسلونو به [بد اغېز ولري] او د ښځو وژنه بلل کېدلای شي.»
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د افغانستان د میندو او ماشومانو روغتيايي پاملرنه په کړکېچن حالت کې ده او دا هیواد د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د دوامدارې ځپنې په وړاندې بې تفاوته پاتې نشي.
دوی ويلي: «نړۍ باید په عمل کې د افغانستان له ښځو او نجونو سره همغږې شي تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د هغوی بنسټیز حقونه خوندي شوي او طالبان د خپلو اقداماتو ځواب ورکړي.»
د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د طبي انسټیټوټونو د مسوولینو له منځه سرچینو تایید کړه چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت په دې انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړه تر امر ثاني پورې بندیز لګولی دی.
دا دستور په داسې مهال کې ورکړل شوی چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د روغتيايي پرسونل له کمښت سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، افغانستان له ۱۸ زره با تجربه او زده کړو لرونکو قابلو له کمښت سره مخ دی.
طالبانو تر دې وړاندې د ښوونځیو په متوسطه او لیسو دورو او پوهنتونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و.