لغمان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

اطلاعات روز: لغمان کې د کورنیو تولیداتو د ودې او پياوړتیا په موخه د «خپل هېواد خپل تولید» په نوم دری ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ د يوه خصوصي شرکت له لوري پيل شوی او پکې څه باندې ۴۰ غرفو کې د کورنیو صنعتکارانو له خوا داخلي تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

لغمان کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت رییس مولوي سلامت خان بلال نن (سې شنبه، ۲۱ د لېندۍ) وویل، په دې نندارتون کې د دغه ولایت په‌ګډون د ننګرهار، کونړ، کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کورنیو تولیدي شرکتونو ګډون کړی دی.

د هغه په وینا د دې نندارتون له جوړیدو یې موخه کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه، کورنیو تولیدي شرکتونو ترمنځ همغږي رامنځته کول او پېردونکو ته د کورنیو تولیداتو ښودل دي.

مولوي سلامت خان زیاتوي: «دا نندارتون به درې ورځې دوم کوي چې، پکې د لغمان، ننګرهار، کابل او نورو ولایتونو تولیدات نندارې ته اېښودل شوي، موخه یې کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه، د تولیدي شرکتونو همغږي او خپل کورني تولیدات هیوادوالو ته ښودل دي.»

په همدې حال کې د نندارتون ګډونوال او صنعت کاران دا ډول نندارتونونه له کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ په برخه کې مهم بولي او له پانګوالو غواړي چې، د نورو هېوادونو پر ځای په کور دننه پانګونه وکړي.

د سید ولي په نامه یو صنعت کار چې په دغه نندارتون کې یې خپل تولیدات نندارې ته ایښي، دغه شان نندارتونونه خلکو ته د کورنیو تولیداتو د ورپېژندلو فرصت بولي، خو د یو شمېر ستونزو د حل غوښتنه کوي.

محمد ولي زیاتوي: «دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو لپاره ډیر ګټور دي، ځکه له زیاتو تولیداتو خلک نه دي خبر او همدا نندارتونونه دي چې خلک له خپلو تولیداتو خبروي؛ غوښتنه کوو چې پر صنعت کارانو دې مالیه کمه شي او د برېښنا ستونزه دې هم حل شي.»

روان کال په ختیځ زون کې د ننګرهار او کونړ په‌ ګډون لغمان درېیم ولایت دی، چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره پکې ننداتون جوړېږي، د دغو نندارتونو موخه کورنیو تولیداتو ته وده ورکول او بازارموندنه ښودل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته