اطلاعات روز: د پکتیا دیني عالمانو ښوونځیو ته د زده کوونکو شامېلدو لپاره په جوماتونو کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.
د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو لسګونه دیني عالمانو له پوهنې ریاست سره په یوې ګډه ناسته کې چې پرون (دوشنبه، ۲۵ د کب) ترسره شوه، ډاډ ورکړ چې خلکو ته به د ممبر له لارې دا پیغام رسوي، چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.
دوی دا کمپاین د «اسلامي، افغاني او غیر سیاسي پوهنې» تر نوم لاندې پیل کړ، چې د مرکز ګردیز په شمول به د ټولو ولسوالیو په جوماتونو خلک هڅوي، څو خپل ماشومان د زده کړو لپاره ښوونځیو ته واستوي.
پکتیا کې دیني عالم قاري رحمت الله د غونډې پر مهال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې لا هم د لرې سیمو خلک د زده کړو له اهمیت څخه نه دي خبر، چې دوی به لومړی د زده کړو له ارزښته او وروسته به یې دې ته هڅوي چې د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.
رحمت الله وايي: «مونږ دلته له بېلابېلو سیمو او ولسوالیو راغلي یو، نن ورځ مو د پوهنې ریاست له مسولینو سره په ګډه د یوې غونډې پر مهال دا پریکړه وکړه، چې په خپلو مسجدونو کې به د ممبر له لارې د سیمې او کورنیو مشران هڅو چې ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او هغوی ته د زده کړو کولو حق ورکړي، نو په همدې اساس به مونږ خلکو ته عامه پوهاوی ورکوو او هم به یې دې ته لېواله کوو، چې په ماشومانو زده کړې وکړي.»
یو بل دیني عالم او د احمد ابا ولسوالي اوسېدونکی قاري شمس الرحمان بیا وايي، که ماشومان له کوچنیوالي زده کړو ته دوام ورکړي، ټولنه کې به تر ډیره د ناسمو کړنو او بې لاریو مخه ونیول شي.
هغه زیاتوي، که د عامه پوهاوي سربېره پوهنې ریاست زده کوونکو ته امکانات هم برابر کړي، له زده کړو پاتې ماشومان به هم په ښوونځیو کې شامل شي.
شمس الرحمان وویل: «زمونږ په ټولنه کې دا اوسنۍ بدبختۍ، قتلونه، غلاوې، د یو او بل سپکه او مشرانو ته نه درناوي، چې شتون لري، دا ټول د بېسوادۍ او زده کړو نشتون دی، نو که ماشومانو باندې په کوچنیوالي کې زده کړې وکړای شي او هغه ته په خپله ټولنه کې ښه او بد ور وښودل شي، نو دغه ناخوالې به ورسره راکمې شي، نو پکار ده، چې ټول باید خپل ماشومان ښوونځیو ته شامل کړي او د هغوی حق ورکړل شي.»
د دې ولایت یو بل دیني عالم او د دارلعلوم ښوونکی حمیدالله حماس وايي، خلک د دیني عالمانو په لارښوونو باور کوي، چې دا کمپاین به هم د نوموړي په خبره بریالی وي او خلک به وکولی شي، چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.
حمیدالله داسې وايي: «دا حقیقت لري، چې خلک د ممبر له لارې د دیني عالم په خپره ډیر باور کوي، نو مونږ به هم کوشش کوو، چې خپل مسولیت ادا کړو، ځکه زمونږ ماشومان او ځوانان چې په نورو هیوادونو کې مدرسه او نورې عصري زده کړې کوي، پکار ده، چې دلته په خپل وطن کې ورته د زده کړو زمینه برابره شي، نو د پکتیا له پوهنې ریاست څخه زمونږ همدا غوښتنه ده، چې په هغو سیمو کې کوم چې هلته ماشومانو ته ښوونځی ندی جوړ شوی او یا نور امکانات نلري، هغوی ته باید اړین امکانات برابر کړي، تر څو له زده کړو محروم ماشومان درسونه پیل کړي.»
بلخوا د پکتیا ولایت د پوهنې ریس کوچي ځاځي د عامه پوهاوي رسولو برخه کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او وویل، عالم کولی شي، چې د اسلامي اصولو له مخې خلکو ته په دې اړه ښه وضاحت ورکړي، چې زده کړه په هر نارینه او ښځینه فرض دی.
کوچي ځاځي ډاډ ورکړ، چې له پوهنې ریاست سره په واک کې ټول امکانات به نویو شاملېدونکو زده کوونکو ته برابروي.
د پکتیا د پوهنې ریس کوچي ځاځي وویل: «مونږ نن په دې ډیر خوشحاله یو، چې د پکتیا ګڼ دیني عالمان د پوهنې له بهیره په کلکه ملاتړ څرګندوي او هغوی نور خلک زده کړو ته رابولي، زه د پوهنې برخه او په تېره د عامه پوهاوي رسولو برخه کې د مولوي صاحبانو، قاریانو او مفتیانو رول ډیر مهم بولم او ډآډه یم، چې دوی به په ډیر ښه شان سره په مسجیدونو کې د ممبر له لارې خلکو ته پیغام رسوي او عامه پوهاوی به ورکوي، چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او د دې تر څنګ کوم امکانات چې مونږ یې د پوهنې په ریاست کې لرو، هغه به ټول له زده کړو محرومو او نویو زده کوونکو ته په واک کې ورکوو.»
ځاځی وايي، چې دوی تر ډیره هغو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې، چې پخوا به یې زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.
نوموړی زیاتوي، چې دوی به په را روان کال کې شل دیني مدرسې هم د پوهنې له ریاست سره ثبت کړي او اړونده امکانات به هم ورکوي.
کوچی ځاځی زیاته کړه: «مونږ په روان کال کې د پوهنې په چوکاټ کې زیات مخته تللي یو، کومې لویې ستونزې چې په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې وې، هغه مو هوارې کړې او تر ۹۰ سلنه مو ښوونځیو ته مجهز تعمیرونه هم جوړ کړي دي او بله خبره چې مهمه یې بولم، دا دی، چې مونږ به سږ کال تر شلو دیني مدرسې هم راجستر کړو او وروسته به د پوهنې په چوکاټ کېدوی ته اړوند امتیازات هم ورکول کیږي.»
د پکتیا دیني عالمان په داسې حال کې ښوونځیو ته د زده کوونکو شاملېدو عامه پوهای پیلوي، چې د دې ولایت په زرمت ولسوالي کې د امکاناتو نشتون له امله وسله والو طالبانو د انجونو ښوونځیو له خلاصون سره مخالفت څرګند کړی دی.
د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې چې سږ کال به له «۲۰» زرو زیات، چې نیمايي به یې انجونې وي نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب کړي.