اطلاعات روز: له کندهار څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان د یو شمېر طالب چارواکو په ملتیا د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالی ته روان شوی دی.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني پرون په دې وزارت کې دننه د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو.
د نوموړي د وژنې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
ټاکل شوې ده چې د حقاني د جنازې مراسم نن (پنج شنبه، ۲۲ د لیندۍ) ماسپښین ۲:۰۰ بجې د پکتیا په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې ترسره شي.
د ځایي سرچینو په وینا، د حقاني د جنازې مراسمو لپاره طالبانو په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.