د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبان لا هم د القاعدې د غړو کوربتوب کوي او پناه یې ورکړې

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم په اړه په خپل کلني راپور کې ويلي چې طالبانو د القاعدې د غړو کورباتوب او پناه ورکولو ته دوام ورکړی او ادعا کوي چې دا افراد په فعاله توګه په تروریزم کې ونډه اخلي.

دا راپور پرون (پنجشنبه، ۲۲ د لیندۍ) خپور شوی او د ۲۰۲۳ کال پر مهال یې د تروریزم ګواښ را اخیستی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو په ډاګه او همدا راز له امریکا سره د دوحې تر توافق لاندې په خصوصي خبرو-اترو کې له تروریزم سره د مبارزې ژمنه کړې ده.

مګر په عین مهال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له راپور سره سم، د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې القاعده، داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورې ترهګرې ډلې موجودې وې.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ټي ټي پي غړي د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ-راتګ کوي او بریدونه ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې ويلي چې له ټي ټي پي سره د چلند په برخه کې د طالبانو تر منځ اختلافات شته دي.

دې وزارت ويلي چې د اپریل میاشتې پر مهال د تاجیکستان امنيتي ځواکونو یوه ډله ترهګر چې له افغانستانه ورغلي و او غوښتل یې د تاجیکستان په خاوره کې برید وکړي، کشف او خنثا کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې همدا راز ویل شوي چې داعش خراسان ډلې په افغانستان کې پر ملکیانو او قومي او مذهبي لږکیو خپل بریدونه روان ساتلي دي.

دې وزارت زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال طالبانو د داعش خراسان پر خلاف خپل تعقیب او عملیاتو ته دوام ورکړی او راپورونه ښيي چې هغوی ترهګریز بریدونه خنثا کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې پر مسجدونو، ښوونځیو، د تګ-راتګ پر وسایلو او عمومي ځایونو بریدونه کم شوي دي.

د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال په افغانستان کې دوه بریدونه ترسره شوي چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی دی.

په دې لړ کې یو برید دوې ورځې وړاندې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت په ودانۍ کې دننه ترسره شو چې له امله یې د دې وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني او څو تنه نور ووژل شول.

د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د صوفیانو پر یوه عبادتځای د وسلوالو کسانو په برید کې ۱۰ تنه ووژل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه