په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام: میلیونونه کورنۍ له کافي خوړو پرته له یخنۍ سره مخ دي

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ له کافي خوړو پرته له یخنۍ سره مخ دي.

دې پروګرام نن (دوشنبه، ۲۶ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي، چې اکثریت اړ کسان یو غیر ممکن انتخاب لري: یا خپلو اولادونو ته خوراک ورکول او یا هم د هغوی ګرم ساتل.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې په افغانستان کې د ژمي پرمهال متضررو سیمو ته د رسېدګۍ لپاره ۶۰۳.۵ میلیونه ډالریزې بودیجې ته سمدستي اړتیا لري.

دې دفتر د روان میلادي کال پرمهال د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه؛ خو ویل کېږي چې د دې بودیجې یوازې یو څه برخه تأمین شوې ده.

د اوچا په وینا، په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونه ډېر وګړي مرستو ته اړتیا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته