Photo: @UNHCRAfg

د مرستو لپاره د بودیجې کمښت؛ د خوړو نړیوال پروګرام: یوازې شپږ میلیونه خلکو سره مرستې کولی شو

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په روان ژمي کې د بودیجې د کمښت له امله یوازې د افغانستان له شپږو میلیونو خلکو سره مرستې کولی شي او میلیونونه نور له حیاتي خوړو بې برخې پاتې کېږي.

دې پروګرام نن (سې شنبه، ۴ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه یوه پیغام کې لیکلي، چې «افغانستان کې ژمی بې رحمه دی».

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۷۱۸ میلیونه ډالره بودیجې ته اړتیا لري.

د دې پروګرام د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځي.

سږکال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه؛  خو د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې د دغې بودیجې یوازې ۳۷.۵ سلنه ورکړل شوې ده.

د اوچا په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري او د مرستې چمتو کولو لپاره ۲.۲۴ میلیارده ډالره بودیجې ته اړتیا ده.