اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستاني پوځ د هوايي برید له امله لږ تر لږه د ۲۰ ماشومانو د وژل کېدو په تړاو خپرو شویو راپورونو سخت ویرجن کړي.
په سویلي اسیا کې د یونیسیف سیمهییزې مدیرې سانجي ویجسکرا نن (پنجشنبه، ۶ د مرغومي) پر ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او لیکلي یې دي: «ماشومان هیڅکله هدف نه دي او نه باید وي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې باوري راپورونه یې تر لاسه کړي چې د پکتیکا ولایت پر ځینو سیمو د پاکستان په هوایي برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په لسګونو ولسي وګړي وژل شوي دي.
یوناما نن (پنجشنبه، ۶ د مرغومي) پر ایکس ليکلي چې نړیوال حقوق نظامي ځواکونه مکلف کوي چې د ملکیانو د زیان د مخنيوي او په عملیاتو کې د نظامیانو او جنګیالیو تر منځ د توپیر کولو لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
یوناما ټینګار کړی چې د دې ډاډ تر لاسه کولو لپاره چې [د بریدونو په اړه] ځواب وویل شي، د تکرار مخه یې ونیول شي او د قربانیانو حقونه خوندي شي، یوې څیړنې ته اړتیا ده.
د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو د سېشنبې په شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار وکړ.
طالبان وایي چې په دې بمبار کې وزیرستاني کډوال په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغوی یو شمېر کسان وژل شوي دي. طالبان د پاکستان د بمبار له کبله د وژل شویو شمېر ۴۶ تنه ښيي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ دا بریدونه په سرحدي سیمو کې د امنیتي ګواښونو پر خلاف د اطلاعات پر اساس ترسره شوي عملیات بللي دي.
د پاکستان د بریدونو په وړاندې طالبانو سخت غبرګون ښودلی او دا یې ښکاره تېری بللی او ویلي یې دې چې بې ځوابه یې نه پرېږدي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و او هغه ته یې خپل اعتراض لیک سپارلی دی.