یو ننګرهاری ځوان د ایراني پولیسو په ډزو وژل شوی او درې نور لادرکه دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت څلور اوسیدونکو چې غوښتل یې د ایران له لارې په قاچاقي ډول ترکیې ته لاړ شي، په سرحدي سیمه کې پرې ایراني پولیسو ډزې کړي، چې پرمهال یې د فریدالله په نوم یو ځوان وژل شوی او درې نور لا تراوسه تري تم دي.

د وژل شوي ځوان د کورنۍ غړی نقیب احمد وایي، چې فریدالله پنځلس ورځې وړاندې د ایراني عسکرو له لوري په ډزو وژل شوی و، چې دوی له ډیرو هلو ځلو وروسته د هغه جسد د نیمروز له لارې را انتقال او تېره ورځ (جمعه، ٧ د مرغومي) یې ورته ننګرهار کې جنازه ادا کړه.

نقیب وایي، دوی په اصل کې د کامې ولسوالۍ د «داربنګ» قریې اوسیدونکي دي.

نوموړی زیاتوي: «فریدالله او درې نور ملګري یې چې دوه د کامې او بل یې د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، غوښتل یې د ایران له لارې ترکیې ته لاړ شي، چې هلته پرې ایراني پولیسو ډزې کړي فریدالله یې وژلی او د هغه درې کسانو درک نشته پنځلس ورځې وشوې چې مړی راڅخه ایراني قاچاقبرو ایسار کړی و او پېسې یې غوښتې په زر ډالر مو خبره وکړه او مړی یې راته راکړی پرون جمعه مو ورته جنازه وکړه.»

د نوموړي په خبره د فریدالله یو نېم کال کېده چې کوژده یې کړې وه او د بې روزګارۍ له کبله یې غوښتل بهر ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي چې د ایراني پولیسو له لوري ووژل شو.

له دې نږدې دوه میاشتې وړاندې د لغمان درې اوسېدونکي هم د ایراني پولیسو له لوري د لارې په اوږدو کې په ډزو وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې ایراني حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې قوانین سخت کړي چې له کبله یې ډیر کله افغان ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه