طالبانو په ننګرهار کې د غالۍ اوبدلو په شرکتونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې یو شمیر ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د غالۍ اوبدلو په کارخونو کې د ښځينه وو، پر کار بندیز لګولی دی.

د قالین اوبدلو د یو شرکت مسوول چې نه  غواړي نوم یې خپور شي نن (پنجشنبه، ۱۳ د مرغومي) وویل، چې طالبانو دا بندیز درې ورځې وړاندې د ننګرهار د مرکز جلال اباد په ښار او ولسوالیو کې د قالین اوبدلو په کارخونو لګولی دی.

د سرچینې په وینا د قالین اوبدلو په شرکتونو کې د ښځو پر کار بندیز سره نه یوازې ښځې بې روګاره شوي، بلکې په نشتون کې یې د دوی چارې هم ټکنۍ شوې دي.

تراوسه طالبانو ننګرهار کې د ښځو د کار بندیز په اړه څه نه دي ویلي.

د معلوماتو له مخې اوسمهال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو لسګونه د قالین اوبدلو کارخونې فعالې دي، چې پکې ښځو ته د غالۍ اوبدلو د روزنې ترڅنګ، هغوی ته میاشتنۍ مزدوري هم ورکول کېده.

طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې پر افغان نجونو او ښځو بندیزونه زیات کړي او دا بندیزونه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي.