د طالبانو امر بالمعروف تر اوسه په شپږو ولایتونو کې د ژوندیو شیانو پر عکس بندیز لګولی

Photo: AFJC

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر اوسه په شپږو ولایتونو کې د ژوندیو شیانو پر انځور خپرولو بندیز لګولی دی.

دې مرکز نن (سې‌شنبه، ۱۸د مرغومي) د دې بندیز په تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اندیښنه ښکاره کړې او د رسینو پر کار او اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو یې د دې بندیز د منفي اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو امر بالمعروف په تازه توګه په نورستان کې د ژویو پر انځور خپرولو بندیز لګولی دی.

د خبریالانو د مرکز په وینا، په نورسان کې د ملي ټلویزون او راډیو او باخبر دولتي خبري اژانس پر ولایتي څانګو سربېره د الینا، سوله سحر او صدای پارون په نوم درې خصوصي راډیوګانې هم فعالیت کوي.

سرچینو ویلي چې په نورستان کې ملي ټلویزون محلي برنامه نه لري او د ژویو د انځور پر خپرېدو تر بندیز وړاندې یې راپورونه په کابل کې د ملي ټلویزون له لوري خپرېدل. همدا راز د باختري خبري اژانس انځوریز ولایتي راپورونه هم کابل ته لېږل کېدل.

د خبریالانو مرکز ویلي چې تر اوسه له نورستان سره-سره د کندهار، تخار، بادغیس، هلمند او ننګرهار په شمول په پنځو نورو ولایتونو کې هم په رسمي توګه د ژوندیو شیانو د انځور پر خپرېدو بندیز لګول شوی او له امله یې ځایي رسنۍ فعالیت نه کوي او خبریالانو له محدودیتونو سره مخ دي.

د طالبانو د امر بالمعروف د قانون په اوولسمه ماده کې د دې ډلې محتسبینو ته مسوولیت ورکړل شوی دی چې د ژوندیو شیانو د عکس او ویډیو د خپرېدو مخه ونیسي.

دا قانون په کابل کې هم د طالبانو په یو شمېر ادارو کې پلی شوی دی؛ که څه هم تر اوسه لا دولتي او خصوصي انځوریزې رسنۍ خپل فعالیت کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې بندیز پراختیا د بیان او رسنیو د ازادۍ د سیسټماټیکې ځپنې یوه نښه بللې او په کندهار کې یې د طالبانو له رهبرۍ غوښتي چې د بندیزونو په لغو کولو سره د خبریالانو او رسنیو د بیان ازادۍ او د خبریالانو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته