پاکستاني ځواکونو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ توغندیز بریدونه کړي

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ لسګونه توغندي توغولي دي.

یوې ځایي سرچینې نن (جمعه، ۲۱ د مرغومي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پاکستاني پوځیانو دا توغندي تېره شپه شاوخوا ۲:۰۰ بجې د سرکاڼو ولسوالۍ په «ناوه پاس» او یو شمېر نورو سیمو توغولي دي.

یوې بلې سرچینې بیا زیاته کړه، چې پاکستاني پوځیانو شاوخوا ۵۰ توغندي توغولي چې له امله یې د سیمې خلکو خپل کورونه پرېیښي او نورو سیمو ته کډه شوي.

تر اوسه د دغو توغندیزو بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په تړاو معلومات نه دي شریک شوي.

کونړ کې ځایي طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو جزیات نه دي ورکړي.

تر دې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر یو شمېر سیمو هوایي بریدونه کړي وو چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.