Photo: @ForeignOfficePk

پاکستان: د ټي ټي پي په اړه اندېښنو ته د رسیدګۍ په موخه له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوو

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د پټنځایونو په تړاو د دې هیواد اندېښنو ته په اشارې ویلي چې دې اندیښنې ته د رسیدګۍ په موخه اسلام اباد له طالبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.

ده نن (پنجشنبه، ۲۷ د مرغومي) په یوه خبري غونډه کې ویلي چې «ترهګریز پټنځایونه چې ترهګر ترې برخمن دي، د کابل او اسلام اباد تر منځ یو کلیدي مشکل دی.»

شفقت علي خان ویلي: «موږ له افغان چارواکو (طالبانو) سره خپل تعامل ته دوام ورکوو، تر څو هغوی د پاکستان دې واقعي اندېښنې ته رسدګي وکړي.»

ده ویلي چې افغانستان د پاکستان ګاونډی هیواد دی او دواړه هیوادونه له ډېر پخوا اړیکې سره لري.

شفقت علي خان ویلي: «موږ د افغانستان لپاره ښې هیلې لرو او موږ غواړو قوي او شانداره اړیکې ولرو لکه د ګاونډیانو تر منځ چې وي. اوسمهال یوه جدي ستونزه هغه پټنځایونه دي چې تحریک طالبان پاکستان یې په افغانستان کې لري.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند له هند سره د طالبانو د اړیکو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «افغانستان یو خپلواک هیواد دی. موږ هیڅکله نه دا هیله، نه هڅه او نه هم اراده کړې چې له نورو هیوادونو سره یې د اړیکو د څرنګوالي په تړاو د ویټو حق ولرو. دا د هغوی حاکمیتي حق دی-هر ډول اړیکه چې غواړي له نورو سره دې ولري.»

اوسمهال چې له اسلام اباد سره د کابل اړیکې خړې دي، له هندي چارواکو سره د طالبانو اړیکو ته پام ور اوښتی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ویکرام مصري سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې پاکستان پولې ته څېرمه په پکتیکا کې د افغانستان پر ځینو سیمو بمبار کړی او دا بریدونه د طالبانو له سختو نیوکو سره مخ شوي او د دې ډلې ځواکونه له پاکستاني لوري سره ونښتل.

هند په خپل تازه اقدام کې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي او دا یې پر «ملکي افغانانو» برید بللی دی.