ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په هسکې مېنې (ده بالا) ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې پرمهال یو تن مړ شوی او نهه نور ژوبل شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکی وایې چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته (پنجشنبه،٢٧ د مرغومې) د ننګرهار دهسکې مینې (ده بالا) ولسوالۍ اړوند«یاغي بند کنډو» سیمه کې د دوو سراچه موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د درملنې په موخه لومړی د هسکې روغتیایي مرکز او بیا د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

بلخوا د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې د روان کال لمیز کال له پیل څخه بیا تر اوسه ۴ زره ترافیکي پېښې له دوی سره ثبت شوي چې له امله یې دوه زره کسان وژل شوي او د ټپیانو په پرتله د مړو شمېر زیات دی.