اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وایي چې د طالبانو بنسټګر ملا عمر د دې ډلې د لومړي حاکمیت پر مهال چین ته ډاډ ورکړی و چې د افغانستان له خاورې به د چین او نورو ګاونډیانو پر خلاف استفاده نه کېږي.
ښاغلي ستانکزي دا خبرې نن (دوشنبه، ۱ د مرغومي) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په «ستوري» ماڼۍ کې د افغانستان او چین د اړیکو د درې اویایمې کلیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وکړې.
ده ویلي: «موږ اوس هم پر خپله ژمنه ولاړ یو او له دې سټیج څخه خپلو ګاونډیانو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به یې هیڅکله پر خلاف نه کارېږي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د دې ډلې دویم ځل حاکمیت د افغانستان او چین تر منځ د اوږدمهالو اړیکو لپاره د چمتووالي دوره بللې او ویلي یې دې چې هڅه کوو په اوږد مهال کې له یوه-بل سره نژدې اړیکې او همکارۍ ولرو.
ده ټینګار کړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اوس مهال په لوړه کچه ډیپلوماټیکې اړیکې لري.
ده کابل او بیجینګ ته د دواړو لورو د بهرنیو چارو د وزیرانو سفر د دې اړیکو یوه نښه وبلله.
ښاغلي ستانکزي همدا راز ویلي چې چین له طالبانو سره پراخې اړیکې لري او هیله یې وښوده چې د واخان دهلیز له لارې به د دواړو اړخونو تر منځ د سوداګرۍ زمینه برابره شي.
د افغانستان د ملي راډیو ټلویزون چې اوسمهال د طالبانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي، له راپور سره سم په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ په دې مراسمو کې ویلي چې هیواد یې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې بیا رغونې مهم شریک دی.
ده ویلي چې چین په ملګرو ملتونو او په نورو څو اړخیزو غونډو کې د افغانستان په ګټه پرېکنده خبرې کړې دي او پر دې هیواد یې د بندیزونو د لغو کېدو او د افغانستان د کنګل شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.
همدا راز د چین سفیر ویلي چې هیواد یې د افغانستان د خلګو د مذهبي باورونو او رسومو درناوی کوي او د دې هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
چین او طالبان پر افغانستان د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته پراخ سیاسي او اقتصادي تعامل سره لري.
چین لومړنی او یوازینی هیواد دی چې د طالبانو سفیر یې په رسمي توګه منلی دی او د دې هیواد سفیر هم خپل باورلیک د طالبانو لومړي وزیر ته سپارلی دی.
طالبانو یې هم په مقابل کې د مس عینک معدن او د امودریا حوزې د نفتي معادنو په شمول د افغانستان د لویو معادنو استخراج چین ته سپارلی دی.