اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله دوې کم عمره نجونې مړې شوې دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دغه پېښه تېره (دوشنبه، ۱ د سلواغې) د علینګار ولسوالۍ نورلام صاحب اړوند «پریانې» کلي کې د یو ځایي اوسېدونکي عزیزالله په کور کې رامنځته شوې.
یوسفزی زیاتوي چې په یاده پېښه کې د عزیزالله دوې لورګانې چې یوه یې شپږ کلنه او بله یې درې کلنه وه د اورلګېدنې پرمهال مړې شوې دي.
نوموړي زیاتوي عزیز الله په خپله په ژبه ګونګ دی او د یادې اورلګېدنې پرمهال یې د کور ټول وسایل له منځه تللي دي.
د هغه په خبره تراوسه د یادې اورلګېدنې لامل څرګند نه دی.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د اورلګېدنې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د کورنیو بې احتیاطي ښودل کېږي.