اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امربالمعروف مسوول چې څو ورځې وړاندې د جلال اباد ښار له مربوطاتو څخه لادرکه شوی و، جسد یې په پروان ولایت کې موندل شوی دی.
په پروان کې تېره ورځ (دوشنبه، ۱ د سلواغې) سرچینو خبر ورکړ، چې د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په جنګل باغ سیمه کې د یو سړي جسد موندل شوی.
د سرچینو په وینا، چې انځورونو کې ښکاري چې دغه سړی په وحشیانه ډول وژل شوی دی.
د طالبانو اړوند د وټساپ په یوه ګروپ کې د نوموړي د وژل کېدو خبر یو طالب تایید کړی او زیاته کړې یې ده، چې د وژل شوي محتسب جسد په پروان ولایت کې موندل شوی دی.
له دې یوه اوونۍ وړاندې هم د طالبانو په یاد وټساپ ګروپ کې د وژل شوي طالب محتسب په اړه خبرتیا خپره شوې وه او پکې ویل شوي و، چې نوموړی جلال اباد ښار ته تللی خو له څو ورځو تېرېدو وروسته بېرته کور ته نه دی ستون شوی.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه یې هم د وژنې انګېزه معلومه شوې.
له دې نږدې څلور میاشتې وړاندې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې هم د طالبانو د امربالمعروف یو محتسب دندې ته پر لاره د ناپېژانده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی و.