اطلاعات روز: د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي د دې ډلې پر سیاستونو نیوکو ته په ځواب کې ویلي چې د دوی دنده په افغانستان کې «د اسلامي شریعت حاکمول» دي، نه نړۍ ته قناعت ورکول.
د طالبانو د عدلیې وزارت له اعلامیې سره سم، عبدالحکیم شرعي دا څرګندونې پرون (دوشنبه، ۱ د سلواغې) د طالبانو اداري کارمندانو ته د قانون جوړونې په تړاو په یوه سیمینار کې کړې دي.
طالبان خپل سختدریځي قوانین د «شریعت د تطبیق» په نوم توجیه کوي، خو په عام محضر کې د مجازاتو او اعدام په شمول دا سیاستونه له پراخو نیوکو سره مخ دي او د نړۍ ډېری هیوادونه او د بشري حقونو سازمانونه یې د درېدو غوښتنه کوي.
د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست په پروني سیمینار کې غوښتنه وکړه چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې ادارې دې د قوانینو د تسوید بهیر چټک کړي.
ده ویلي چې ادارې باید قوانین د هبت الله اخوندزاده له دستور سره سم تسوید کړي او وروسته دې یې دې وزارت ته ولېږي چې طی مراحل شي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د اساسي قانون په شمول د پخواني حکومت تصویب شوي قوانین لغو کړي دي.
دې ډلې په دې موده کې ځيني قوانین نهایي کړي او د هبت الله له لوري تشریح شوي دي.
د دې قوانینو په لړ کې یو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون دی چې د خلګو پر عامه او شخصي ژوند یې سخت بندیزونه لګولي او له دې څخه سرغړونه جرم ګڼل کېږي.