اطلاعات روز: له پوهنتونونو څخه د استادانو د ګوښه کولو په دوام، طالبانو د کونړ او ننګرهار پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو درې استادان د نامعلوم دلیل له مخې له دندو ګوښه کړي دي.
کونړ کې یوې باوري سرچینې نن (چهارشنبه، ۳ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې دغلته د سید جمال الدین افغان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي دوه استادان له دندو ګوښه کړي دي.
سرچینې د یوه استاد نوم جان محمد ښودلی، خو د بل استاد د هویت په تړاو یې جزیات نه دي ورکړي.
طالبانو له لوري د دغو استادانو د ګوښه کولو لامل نه دی څرګند؛ خو تر دې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې طالبانو د دغه پوهنتون ۱۲ استادان د سلفي مذهب په تور له دندو ګوښه کړي وو.
دغه راز د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یو مکتوب کې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد فخرالدين قانت پر ځای د حقانيه مدرسې يو فارغ ملا محمد يوسف د ګلا خان زوی په علمي بست مقرر کړی او د شرعياتو پوهنځي ياد استاد له دندې منفک شوی دی.
د سید جمال الدین افغان او د ننګرهار پوهنتونونو لپاره د طالبانو مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو دوو میاشتو کې طالبانو د کونړ او ننګرهار پوهنتونونو د بېلابېلو پوهنځیو لسګونه مسلکي استادان له دندو ګوښه کړي دي.