اوتنبایوا له متقي سره په کتنه کې: له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه زياته شوې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې په تیرو دریو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې.

د اوتنبایوا دا څرګندونې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ضیا احمد تکل لخوا خپرې شوې دي.

د طالبانو دغه ویاند نن سهار (چهارشنبه، ۳ د سلواغې) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د یوناما مشرې د متقي سره په کتنه کې وویل، چې په تېرو درېو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې او «دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دا هم لیکلي، چې د یوناما مشرې ډاډ ورکړی چې دا مثبت بدلون به دوام ومومي.

د ضیا احمد تکل په وینا، روزا اوتنبایوا د طالبانو د اقتصادي هڅو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې دا لاسته راوړنې به د ملګرو ملتونو په ناستو کې شریکې کړي.

دغه راز د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کړې چې د افغانستان اقتصاد د ودې په لور روان دی.

هغه ویلي، چې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې نور پلانونه هم د تطبیق په حال کې دي.

طالبان دا ادعا داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري او د مرستو لپاره یې د ۲.۲۴ ملیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې.

د اوچا په وینا، سږکال په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره خوراکي توکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ ملیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه؛ خو د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، د دې بودیجې یوازې شاوخوا ۴۰ سلنه چمتو شوې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته