د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو غوښتنه کړې

اطلاعات روز: د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان وایي چې دفتر یې غوښتنه کړې چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر دې ورکړل شي.

ده نن (پنجشنبه، ۴ د سلواغې) اعلان کړی چې دا د افغانستان د وضعیت په اړه د نیولو لومړنۍ غوښتنې دي او ډېر ژر به د طالبانو د نورو لوړپوړو کسانو د نیولو په تړاو هم غوښتنې وشي.

کریم خان ویلي چې د ده دفتر تر یوې هر اړخیزې او پر اسنادو او شواهدو ولاړې څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلی دی چې داسې منطقي دلایل شته چې ښيي هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د روم له اساسنامې سره سم د جنسیت پر بنسټ د ځورونې له مخې د بشریت پر خلاف د جنایت مسوولیت لري.

ده ویلي چې دفتر یې دا پایله تر لاسه کړې چې د طالبانو دا دوه لوړپوړي چارواکي د افغانستان د ښځو او نجونو او همدا راز هغو کسانو د ځورونې په تړاو چې طالبان یې «د هویت او یا هم جنسیتي اړخه له خپلو ایډیولوژیکو معیارونو سره سم نه بولي» جنایي مسوولیت لري.

د نړیوالې جنایي محکمې دې لوړپوړي څارنوال ویلي چې دا ځورونه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه په ټول افغانستان کې پېښه شوې ده.

د ده په وینا، په دې دوامدارو ځورونو کې د نړیوالو قوانینو پر خلاف له بنسټزو حقونو څخه د قربانیانو محرومیت شامل دی، همدا راز د جسماني تمامیت او استقلال له حق، د تګ-راتګ او بیان له حق، زده کړو ته د لاسرسي له حق، د خصوصي او کورني ژوند له حق او د راغونډنې له حق څخه محرومیت هم په دې کې شاملېږي.

همدا راز کریم خان ویلي چې له طالبانو سره مقاومت او یا هم احتمالي مخالفت په سختۍ سره ځپل کېږي او په دې لړ کې وژنې، زندان، شکنجې، جنسي تېري او د جنسي تاوتریخوالي نورې بڼې، جبري ورکوالی او نورې غیر انساني کړنې شاملې دي چې د ورم د اساسنامې له مخې جرم ګڼل کېږي.

ده ویلي چې د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو لپاره غوښتنه د بېلابېلو شواهدو له مخې شوې ده چې د کارپوهانو او شاهدانو شهادت، رسمي فرمانونه، د عدلي طب راپورونه، د تورنو او طالب استازو څرګندونې او غږیز او انځوریز مواد پکې شامل دي.

کریم خان ویلي چې د دې غوښتنو په وسیله د ده دفتر ښیي چې د جنسیتي ځورونې په شمول د جنسیت له مخې د ترسره شویو جنایتونو تعقیبول د دوی لومړیتوب دی.

ده ویلي چې دوی فکر کوي چې د افغانستان ښځې او نجونې، همدا راز «LGBQI+» ټولنه د طالبانو له بې مخینې، د نه منلو وړ او دوامدارې ځورونې سره مخ دي او د هغوی اقدامات ښیي چې په افغانستان کې اوسنی حالت د ښځو او نجونو لپاره د منلو وړ نه دی او طالبان باید د محکمې په وړاندې ځواب ووایي.

کریم خان ویلي چې دفتر یې ټینګار کوي چې له شریعت څخه د طالبانو تفسیر له بنسټیزو انساني حقونو څخه د محرومیت او د هغو جریمو د ارتکاب لپاره چې د روم په اساسنامه کې راغلي، توجیه نشي کېدلای او نه باید وي.

ده د افغانستان له مدني ټولنې او شاهدانو څخه مننه کړې چې په څېړنو کې یې ورسره همکاري کېړ او ویلي یې دې چې کله محکمه د دې کسانو د نیولو په موخه امر ورکړي، نو دفتر به یې د دې کسانو د نیولو لپاره د محکمې له دیوان سره په همغږۍ اقدام وکړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده پر افغانستان د دې ډلې له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې ګڼ داسې فرمانونه ورکړي دي چې د زده کړې او کار د حق په شمول ښځې او نجونې له بنسټیزو حقونو محروموي.

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني هم د سختدریځو دستورونو د اجرا کولو مسوول دی.

د طالبانو سترې محکمې په دې موده کې د تورنو کسانو علني مجازات پیل کړې او د سلګونو نندارچیانو په شتون کې یې شپږ تنه اعدام کړي دي.

بدني مجازات د طالبانو د سترې محکمې د رییس په تایید او اعدام د دې محکمې په وړاندیز او د هبت الله اخوندزاده په تایید سره ترسره کېږي.