کونړ کې د ازادې داوطلبۍ له لارې د څه باندې ۹۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

اطلاعات روز: کونړکې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې د ۹۲ مېلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت د بیروج ډبرې د ازادې بولۍ له لارې پلورلي دي.

د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو ريیس محمد شېرین حقاني وایي، چې دا ډبرې نن (سې شنبه ۹ د سلواغې) د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېر او پلور په مارکېټ کې پلورل شوې دي.

محمد شېرین حقاني زیاتوي، دې ډبرو ۹۱۱.۱۲ کېلو ګرامه وزن درلود چې له درکه یې نهه مېلیونه او دوه سوه زره افغانۍ عواید د طالبانو حکومت ته جمع شوي دي.

نوموړی وایي، چې دا ډبرې پر سوداګرو پلورل شوي او د بولۍ پرمهال د هېواد له ګوټ ګوټ د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو سوداګرو ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې هم کونړ کې د څه باندې ۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د بیروج ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوې وې.