د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د ملي امنيت رياست سرتېرو د دې ولايت پر ډیورنډ فرضي کرښه پرته برمل ولسوالي کې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز هدفي نظامي عمليات تر سره کړي دي.
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې عمليات د يادې ولسوالي په «مرغې کلي» کې شوي دي.
د سرچينې په خبره په عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ځينې نور يې له فرضي کرښې هغې غاړې ته تښتېدلې دي.
سرچينې زياته کړه، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د يوې کشفي الوتکې سربېره، چې اووه مختلفې کامرې پکې ځای پر ځای دي او ښايي ځينې وخت يې ترې کوچني بمونه هم غورځولي وي، زياته اندازه سپکه او درنه وسله هم نيول شوې ده.
د يادې سيمې اوسېدونکي او عيني شاهد وزير وويل، چې د ملي امنيت رياست ځواکونه سيمې ته ورغلي و او له وسله والو طالبانو يې د يادې ډرون سربېره زياته اندازه وسله هم نيولې ده.
د پکتيکا د والي وياند غازي دانش هم د عملياتو خبره مني او وايي، چې په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونو زياته لاسته راوړنه لرلې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.