له جګړې پاتې ناچاوده توکي؛ لغمان کې درې ماشومان وژل شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو د امنیې قومنداني چارواکي وایي چې د دې ولایت الیشنګ ولسوالي په «اړینې» سیمه کې د یوې پخوانۍ پاتې شوې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.

د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایې، پېښه نن یوولس بجې (جمعه، ١٢د سلواغې) هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو په یوې ناچاوده مرمۍ لوبې کولې او تر چاودنې وروسته درې واړه ماشومان ځای پر ځای وژل شوي دي.

هغه وایي د چاودلې مرمۍ نوعیت نه‌دی معلوم او وژل شویو ماشومانو عمرونه تر لس، یوولس او دیارلس کلونو پورې دي.

څه موده وړاندې د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې هم د یوې پخوانۍ پاتې شوې مرمۍ په چاودنه د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي وو.

د افغانستان یو شمېر سیمې لا هم د څو لسیزو جګړو د پاتې شویو ناچاوده توکو له امله ککړې دي. په دې لړ کې طالبانو هم د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال ګڼ ماینونه کرلي دي.

ملګري ملتونه وایي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د دې هیواد د وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.

د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیون وګړي له جګړې د پاتې ناچاوده توکو له خطر سره مخ دي.