افغان ښځې نړیوالې جنایي محکمې ته: د طالبانو ټول رهبران او چارواکي دې تعقیب شي

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د افغانستان یو شمېر د ښځینه حقونو، بشري حقونو او مدني ټولنو غړو ښځو نړیوالې جنایي محکمې ته د یوه پرانیستي لیک په استولو سره غوښتي چې د طالبانو ټول لوړپوړي رهبران او چارواکي دې تر قضایي تعقیب لاندې ونیول شي او په تړاو دې یې د جلب بین المللي حکم ورکړل شي.

دوی په دې لیک کې چې یوه نسخه یې نن (دوشنبه، ۱۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسېدلې، همدا راز غوښتنه کړې چې د افغانستان د «ښځو پر خلاف جنایتونه» دې د «بشریت پر خلاف د جنایت»، «جنسیتي اپارتاید» او «جنګي جنایت» په توګه وپېژندل شي.

د دې لیک لاسلیکوونکو همدا راز ویلي چې د ښځو پر خلاف «جنسي جنایات» او د تېري، جبري واده او جنسي مرېییتوب په شمول «سازماني خشونت» دې د «سیاسي ځپنې د اوزار او «جنسیتي پاکسازۍ» په توګه ثبت شي او عاملین دې یې په سخت ډول مجازات شي.

دوی ویلي چې طالبانو د وروستیو څه دپاسه درو کلونو پر مهال د قوانینو او مقرراتو په وضع کولو او په تاوتریخجن ډول پلي کولو سره ښځې په سازماني او سیسټماټیکه توګه ځپلې دي چې د روم د اساسنامې، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق په شمول د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د افغانستان مدني او د ښځینه حقونو فعالانو په دې لیک کې د ښځو پر خلاف د محدودیتونو د لغو کولو لپاره پر طالبانو د زیات سیاسي او اقتصادي فشار غوښتنه کړې، همدا راز یې غوښتي چې د ښځینه حقونو د مدافعینو د خوندیتوب لپاره دې برنامې جوړې شي او له افغانستانه دې د هغوی د امن وتلو لار ولټول شي.

دې فعالانو ویلي چې د افغانستان د ښځو وضعیت د بشري حقونو یو کړکېچ او د بشریت پر خلاف سازماني جنایت دی او باید له پامه ونه غورځول شي.

دا په داسې حال کې چې یو څه وخت وړاندې د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان د جنسیت پر اساس د بشریت پر خلاف د جرمونو له امله د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو په موخه خپله غوښتنه ثبت کړې وه چې باید د دې کسانو د نیولو امر ورکړل شي.

ده ویلي چې ډېر ژر به د طالبانو د نورو لوړپوړو چارواکو د نیولو په موخه هم خپله غوښتنه ثبت کړي.

د ښځو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو بنسټونو د دې غوښتنې هرکلی کړی دی او دا یې په افغانستان کې د عدالت د تأمین لپاره یو ګام یاد کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته