لغمان کې د هلک پر سر شخړه کې دوه طالب جنګیالي ټپيان شوي

اطلاعات روز: په لغمان کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د طالبانو تر منځ د یوه کم عمره هلک پر سر په خپلمنځي شخړه کې دوه طالبان ټپیان شوي دي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا نښته دوې ورځې وړاندې د لغمان الینګار ولسوالۍ اړوند «بصرام» سیمه کې رامنځته شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د طالبانو تر منځ خپلمنځي نښته د یوه کم عمره هلک پر سر شوې چې دواړو لورو پر یو بل ډزې کړي او پر مهال یې دوه طالب جنګیالي سخت ټپيان شوي دي.

تر دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې طالب جنګیالیو د ښځو او کم عمره هلکانو په ځورولو او جنسي تېري تورن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته