ننګرهار کې د روان کال پرمهال د بېلابېلو جرمونو په تور نږدې دوه زره کسان نیول شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب مسوولین وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور یو زرو ۹۸۶ کسان نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو مرستیال محمد طاهر مبارز دا څرګندونې نن (سې شنبه، ۲۳ د سلواغې) د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې.

د مبارز په وینا ننګرهار کې د جنایي جرمونو کچه د تېر په پرتله کمه شوې او هڅې یې پیل کړي چې دا کچه صفر ته راکمه کړي.

نوموړي په یاده خبري ناسته کې دا هم وویل، چې په روان کال کې د ننګرهار په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښو له کبله ۹۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو مرستیال دغه راز وویل، چې په دغه ولایت کې یې یو زرو ۱۱۶ جریبه ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښته پاکه کړې او د نشه یي توکو د مخنیوي پر وړاندې یې مبارزکه ګړندۍ کړې ده.

ننګرهار کې طالب مسوولین داسې مهال د بېلابېلو جرمونو په تړاو د یو‌شمېر کسانو د نیولو خبره کوي چې لاهم په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې خلک له وسله‌والو غلاوو شکایت کوي.

د جلال اباد ښار د یو‌شمېر اوسېدونکو په وینا د پخوا په پرتله وسله والې غلاوې، انسان تښتوونې، هدفي وژنې او نورې جنایي پېښې څو چنده زیاتې شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته