ننګرهار کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې کې د دوو جلا ترافیکي پېښو پرمهال یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند طایب حماد وایي، چې نن (پنجشنبه، ۲۵ د سلواغې) د تورخم-جلال اباد پر لویه لار د نهمې امنیتي حوزې اړوند «سراچې پُل» سیمه کې یو موټر د سړک غاړې له ونې سره ټکر کړی چې له امله یې یو تن مړ او یو بل ټپي شوی دی.

یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې نن سهار د کونړ-جلال اباد پر لویه لار د بهسودو ولسوالۍ اړوند «بانډې بازار» سیمه کې د یوې ریکشې اوکرولا موټر ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې څلور کسان ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې ټپیان د ځایي طالب مسوولینو او ولسي خلکو په مرسته د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي دي.

دغه دواړه ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

بلخوا په ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په اړه یې د عامه پوهاوي په موخه د تورخم-جلال اباد پر لویه لار د یوه د ټکر شوي موټر څلی جوړ کړی دی.

د دوی په خبره د یاد څلي له جوړېدو یې موخه د ترافیکي پېښو د مخینوي په اړه عامه پوهاوی دی، څو د یاد څلي په لېدو سره خپل سرعت کنټرول او له احتیاط کار واخلي.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې دکابل- جلال اباد او تورخم-جلال اباد د لویو لارو په مربوطاتو کې ترافیکي پېښې دوه برابره زیاتې شوې دي.