د راډیو نړیواله ورځ؛ ننګرهار کې شپږو راډیوګانو د اقتصادي ستونزو له کبله فعالیت پرېیښی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د رسنیو اتحادیې مسوولین وايي، چې د طالبانو د تېرې درې کلنۍ واکمنۍ پرمهال په دغه ولایت کې شپږ راډیوګانو او دوه ټلویزیوني شبکو خپل فعالیت درولی دی.

د یادې اتحادیې یو مسوول د نوم نه ښودلو په شرط نن (سې شنبه، ۲۵ د سلواغې) وویل، هغه رسنیو چې له کلونو خپرونو وروسته یې فعالیت درېدلی ورسره سم لسګونه ښځينه او نارینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د تېر حکومت پرمهال په دغه ولایت کې ۲۲ راډیوګانو فعالیت درلوده، خو اوس یې له ډلې شپږ راډیوګانې تړل شوي او پاتې هغه یې هم د اقتصادي ستونزو له کبله د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د یادې اتحادیې مسوولین په ننګرهار کې د رسنیو د فعالیت د درېدو لامل اقتصادي ستونزې، د حکومت او نړیوالو بنسټونو نه ملاتړ او د طالبانو له لوري محدودیتونه هغه لاملونه بولي چې له کبله یې رسنۍ فعالیت درېدو ته اړې شوې دي.

په همدې حال ننګرهار کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولین هم د یادو رسنیو فعالیت دریدل د اندېښې وړ بولي او وایي، د یادو رسنیو په تړل کېدو سره لسګونه ښځینه او نارینه ژورنالېستان په کور شوي دي.

بلخوا د افغانستان د خبریالان مرکز هم د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اووه راډیوګانې د طالبانو له لوري په یوه او بله بهانه تړل شوي او د ځینو یې کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې د رسنیو په اړه ۲۲ فرمانونه صادر کړي چې د راډیوګانو په فعالیت یې مستقیم اغیز کړی دی.

په دغه فرمانونو کې په ملي راډیو کې د ښځو پر کار بندیز، د موسیقۍ پر خپرولو بندیز، د حاکمې ادارې د مخالفینو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز او د استخباراتو، امربالمعروف، او نورو غیرمسووله ادارو له لوري د نشراتو مستقیمی او غیر مستقیمې څارنې زیاتوالی، چې په ډېری مواردو کې یاد محدودیتونه د خبریالانو د ګواښلو، نیونې او د راډیو ګانو د تړل کېدو لامل هم شوي دي.

د رسنیو د فعالیتونو له ودرېدو سربېره د طالبانو له لوري ګواښونه، پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې یو‌شمېر خبریالان خپلې دندې پرېږدي او ګڼ ‌شمېر هم له هېواد بهر کډوال شي.

په همدې حال کې خبریالان هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خبریال په نامه د دندې ترسره کول د خپل ژوند او مسلک پر وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ولي او دا له هېواد څخه د خبریالانو د تېښتې ستر لامل په کوته کوي.