اطلاعات روز: طالبانو له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د شپږدیرشمې کلیزې په مناسبت ویلي چې دا ورځ «د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه» او له خدایه د «مننې» ورځ ګڼي او «خپلو ټولو مسلمانو او مجاهدو وروڼو» ته مبارکي وایي.
دې ډلې په هغه اعلامیه کې چې نن سهار (جمعه، ۲۶ د سلواغې) یې پر «الاماره» ویبپاڼه خپره کړې، ویلي چې «د ټولو افغانانو او مسلمانانو جهاد، مبارزې، قربانۍ، هجرتونه او تکلیفونه» د دې لامل شول چې د شوروي په څېر یو لوی ځواک له افغانستان څخه وتښتي.
دې ډلې په خپله اعلامیه کې له افغانستانه د امریکا وتلو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دې چې افغانستان د وروستیو سلو کلونو پر مهال درې ځله «له اشغال څخه ازاد» شوی دی او دا ښیي چې «د افغانانو تر منځ د خپلواکۍ غوښتنې حس پیاوړی دی.»
طالبانو زیاته کړې: «تېريګر اړخونه باید د تېرو سلو کلونو پر مهال له پرلپسې تېریو او په وړاندې یې د جهادونو له بریالیتوب څخه عبرت واخلي او نور زموږ پر ازادۍ او خپلواکۍ پښې کښېنږدي.»
دې ډلې د افغانستان له خلګو غوښتي چې په راتلونکې کې دې هم «د توطیو او دسیسو په وړاندې بیداره اوسي او په پرېکنده عزم او اسلامي وحدت سره دې د خپلو نیکونو لاره تعقیب کړي او خپل دین، عقیده او خپلواکي دې وساتي.»
د جماهیر اتحاد شوروي ځواکونه شپږدېرش کاله وړاندې، تر نهه کلنې جګړې وروسته د ۱۳۶۷ کال د سلواغې د میاشتې پر ۲۶ له افغانستانه ووتل.
له هماغې ورځې تر اوسه د افغانستان واکمن دا ورځ د «شوروي پر خلاف د جهاد د بریالیتوب» په توګه لمانځي.
په افغانستان کې د شوروي جګړې پراخه ویجاړي او مرګژوبله پېښه کړه. د دې جګړې پر مهال یو میلیون کسان ووژل شول او تر پنځو میلیونو زیات وګړي بې کوره شول.