ننګرهار کې د یوې لس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یوې وژل شوې لس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د یادې نجلۍ جسد پرون (جمعه، ۲۶ د سلواغې) د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ قریې اړوند «چارکو» سیمه کې پیدا شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې یاده نجلۍ د چړو په وسیله وژل شوې او بیا یې جسد د غنمو په کرونده کې غورځول شوی و، چې ځایي خلکو موندلی او بیا یې ځایي طالب مسوولینو ته سپارلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې تراوسه د وژل شوې نجلۍ د وژل کېدو انګېزه نه ده معلومه او نه یې هويت څرګند دی.

تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د ننګرهار په ګډون د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې په مرموز ډول د نجونو او ښځو د وژنې پېښې زیاتې شوي چې د کورنیو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

خو، د نظر خاوندان بیا وایي چې د ناموس په نوم، کورني تاوتریخوالي، په بدو کې د نجونو ورکړه، شخصي دښمنۍ او نور هغه لاملونه دي چې له کبله یې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.