فراه کې یو ځوان ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: په فراه ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت مرکز اړوند «نوروزي» سیمه کې یو ۲۵ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، اطلاعات روز ته ویلي، چې یاده پېښه نن (یکشنبه، ۲۸ د سلواغې) شوې او ځان وژنه کوونکی د رضا حسن په نوم یاد شوی دی، چې د کلاشینکوف په وسیله یې خپل ژوند پای ته رسولی.

د سرچینې په وینا، د رضا حسن کورنۍ ویلي چې نوموړی له رواني ناروغۍ ځورېده، خو د ځان وژنې دقیق لامل تر اوسه نه دی معلوم.

تر دې دمه د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ځان وژنې پېښې په زیاتېدو دي چې عمده لاملونه یې اقتصادي ستونزې، بې‌کاري، له راتلونکې ناهیلي او رواني ناروغۍ ښوول کېږي.