ننګرهار کې د کوټې چت پرېوتو له کبله یو ماشوم مړ او پنځه تنه نور ژوبل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یو کور د کوټې چت پرېوتو په پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طایب حماد وایي، چې پېښه تېره شپه (شنبه، ۴ د کب) د کوټ ولسوالۍ اړوند «هیندارو» په سیمه کې د کوټې د ډېر زړښت له کبله رامنځته شوې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په پېښه کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور چې یو یې ماشوم او څلور یې مېرمنې دي ژوبل شوي دي.

بلخوا د خواله رسنیو کارونکو هم پر یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې او له مسوولو ادارو او خیریه بنسټونو یې غوښتنه کړې چې له  يادې کورنۍ سره مرسته وکړي.

له دې وړاندې هم د ننګرهار په ځينو سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې قربانیان یې تر ډیره ښځې او ماشومان وو.