Photo: @AfghanistanInCH

د افغانستان د ځواب وینې لپاره د خپلواک میکانیزم د ایجاد په موخه د بشري حقونو د شورا غونډه پیل شوه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اته پنځوسمه غونډه نن (دوشنبه، ۶ د کب) په جینیوا ښار کې پیل شوه.

په جینیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندیشه ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د ځواب ویلو د مستقل میکانیزم رامنځ ته کولو هڅه کوي.

ده هیله ښوولې چې د روان میلادي کال تر پایه به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان لپاره د ځواب ویلو یو مستقل میکانیزم رامنځ ته شي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په اته پنځوسمه غونډه کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپورچي هم خپل نوی راپور وړاندې کړي.

ښاغلي اندیشه ویلي چې د ښاغلي بینټ نوی راپور چې د جمعې په ورځ وړاندې کېږي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پر اغېزو پکې تمرکز شوی دی.

ده ویلي چې د افغانستان د استازولۍ او د بشري حقونو د بنسټونو له لوري څو نورې جانبي غونډې هم کېږي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په ځلونو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په پراخ نقض تورن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دې ډلې د بشري حقونو نقض غندلی او غوښتنه یې کړې چې د دې ډلې مشران یې باید په تړاو وپوښتل شي.