صفر دوه قطعه

ننګرهار کې د صفر دوه قطعې پر موټر چاودنې دوه سرتېري ټپي کړل

اطلاعات روز: د ننګرهار ملي امنیت تاییدوي چې د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د صفر دوه قطعې پر موټر ماین چاودنې دوه سرتېري ټپيان کړي دي.

د ننګرهار ملي امنیت په وینا دغه چادونه د سړک غاړې ماین له امله وه، چې د جلال اباد ښار لومړی حوزې اړوند د کوچیانو ریاست ته څېرمه رامنځته شوې ده.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې ماین چاودنې له خلکو ژوند اخلي.