مجاهد

مجاهد: په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک او بریالی نه و

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی (یوناما) ماموریت اغېزناک او بریالی نه و.

ښاغلي مجاهد نن (سې‌شنبه، ۱۴ د کب) د افغانستان ملي ټلویزون ته چې د طالبانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي، ویلي چې هر وخت د یوناما له ادرسه د افغانستان په اړه منفي راپورونه خپاره شوي دي.

ده ویلي چې د یوناما منفي راپورونه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په تړاو د «ناسم ذهنیت» لامل شوي دي.

د طالبانو ویاند وایي چې یوناما په خپلو راپورونو کې پر داسې مواردو لکه «پرمختګونو، لاسته راوړنو، ثبات او د افغانستان د خلګو لپاره پر امنیت او ارامۍ» تمرکز نه دی کړی.

ده ویلي چې یوناما محدود او «ډېر واړه» موارد د «ذهنیت د خرابولو» لپاره لوی کړي دي.

دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د روانې میلادي میاشتې په منځنیو وختونو کې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه خبرې وکړي.

د یوناما ماموریت د روانې میلادي میاشتې پر ۱۷ نېټه پای ته رسېږي او هیله کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې به د یوه بل کال لپاره تمدید شي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته دې هیواد ته د بشرپالو مرستونو د رهبرۍ مسوولیت لري او د دې مرستو د وېش بهیر څاري.

یوناما همدا راز په دې موده کې د افغانستان د انساني کړکېچ، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض او د افغانستان د پخوانیو نظامیانو او چارواکو د خپلسرو وژنو په تړاو ګڼ راپورونه خپاره کړي دي.