اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د مهمو نړیوالو اړخونو له لوري ناهیلي مخ پر زیاتېدو ده چې له طالبانو سره سیاسي تعامل ګټه نه لري او شونې ده چې [نه تعامل] په دې ډله کې دننه توندلاري وهڅوي.
نوموړې په دې غونډه کې چې تېره شپه (دوشنبه، ۲۰ د کب) جوړه شوې وه، وویل چې طالبانو تر اوسه د افغانستان له نړیوالو تعهداتو سره د یوه انتخاب په توګه چلند کړی دی او ځیني تعهدات یې د دې دلیل له مخې رد کړي دي چې د هیواد له حاکمیت یا هم دودونو سره په ټکر کې دي.
اوتنبایوا ویلي چې د افغانستان خلګ په زیاتېدونکې توګه د دوی په خصوصي ژوند کې د طالبانو له لاسوهنې ناراضه دي او د نورې نړۍ له لوري د افغانستان له انزوا څخه وېرېږي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي چې د افغانستان وګړي د طالبانو په درې نیم کلنه واکمنۍ کې د جګړې د نشتون، زیات ثبات او حد اقل د نارینهوو لپاره د ازاد تګ-راتګ د امکان هرکلی کوي، خو دا هغه سوله نه ده چې د دوی بشري حقونه پکې رعایت شي او دوی پکې په دې تمه ژوند وکړي چې یو باثباته او باکرامته راتلونکی لري.
اوتنبایوا د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په اړه ویلي، دا قانون ښیي چې د طالبانو ایډیولوژي پر نړیوالو تعهداتو لومړیتوب لري.
دې همدا راز وویل چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یو ځای کېدو لپاره د اړتیا وړ سیاسي مسیر د اجرا په وړاندې دا قانون یو خنډ دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استاې په خپلو خبرو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه وویل چې د پاکستان پر خلاف د تحریک طالبان پاکستان فعالیت او په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو شتون لکه څرنګه چې د بندیزونو د څارونکې ډلګۍ په راپور ۱۲۶۷ کې مستند شوي، ښيي چې نړیواله ټولنه لا هم د طالبانو د هغو تعهداتو په اړه چې له افغانستان څخه به نور هیوادونه نه ګواښل کېږي، قانوني پوښتنې لري.
دې همدا راز وویل چې د ګډون لپاره فضا مخ پر تنګېدو ده او د ځینو مهمو نړیوالو اړخونو له لوري مایوسي مخ پر زیاتېدو ده چې له طالبانو سره سیاسي تعامل ګټه نه کوي او شونې ده چې [نه تعامل] په حقیقت کې په دې ډله کې دننه سختدریځي اړخونه وهڅوي.
د امریکا استازې: پر طالبانو باور نه لرو
د امریکا د استازولۍ سرپرستې دوردوتي شي وویل چې له افغانستان څخه پېښ امنیتي ګواښ د سیمهییزې بې ثباتۍ یو دوامدار عامل دی.
دې وویل چې امریکا د هیوادونو له پولو دباندې د داعش خراسان ډلې د ګواښ په اړه اندېښمنه ده. دې امریکایي ډیپلوماټې ټینګار وکړ چې طالبان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او ډاډ دې ورکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای نه بدلېږي.
د امریکا استازې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې هیواد یې د دوحې په بهیر کې په ښه نیت سره د طالبانو پر ګډون شک لري.
دې وویل: «موږ نشو کولای پر هغې ډلې باور وکړو چې په ناحقه توګه امریکایي وګړي نیسي، په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو اوږده مخینه لري او د خپلو خلګو حقونه او لومړنۍ اړتیاوې په پام کې نه نیسي.»
پر صابرانه خبرو د روسیې ټینګار
د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا وویل چې هیواد یې د افغانستان په تړاو له یوې واقعبینانه جامع تګلارې دفاع کوي چې بنسټ یې عیني تحلیل او له وضعیت څخه متوازنه ارزونه وي.
ده وویل چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان په تړاو یوه داسې تګلاره باید د رغنده تعامل پر اساس وي چې د افغانستان د وګړو اړتیاوو ته پکې پام شوی وي او همدا راز د بېړنیو مسایلو په اړه له طالبانو سره صابرانه خبرې پکې شاملې وي، «له هر هغه ډول باج ورکونې او فشار پرته چې ځیني لوېدیځ مرستندویان یې لېوالتیا لري».
د روسیې استازي وویل چې له طالبانو سره له عملي همکارۍ پرته بله هیڅ لاره نشته او د ده په وینا، ځیني لوېدیځ مرستندویان هم دې درک ته رسېدلي دي.
ده په عین مهال کې ویلي چې ځیني لوېدیځ مرستندویان د خپلو تېروتنو له منلو ډډه کوي او په دې باور دي چې د بشرپالو مرستو په کمولو او د نورو پرمختیایي مرستو د چینلونو په بندولو سره به طالبان تسلیم کړي.
روسي ډیپلوماټ ویلي: «همکارانو، واقعا تاسو چاته زیان رسوئ؛ په کندهار کې د طالبانو رهبرۍ ته او که د ښځو، نجونو او ماشومانو په ګډون د افغانستان عادي وګړو ته؟ ځواب معلوم دی.»
ده همدا راز وویل چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت ته په پام د روسیې لپاره ځانګړې اندېښنه امنیتي وضعیت دی.
واسیلي نبنزیا ویلي چې د تروریزم جرړه نه ده کښل شوې او پاتې ده او داعش خراسان ډله نوي جنګیالي جذبوي.
ده وویل چې داعش ډله له هیواده دباندې مالي مرسته تر لاسه کوي او نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې د وضعیت د بدلون او ثبات د تضعیف په لټه ده.
له دې سره-سره د روسیې استازي وویل، اندېښنې شته چې په هیواد کې پاتې وسلې به د ترهګرو لاس ته ورشي او په دې توګه به په ټوله سیمه کې او تر دې هاخوا خپرې شي.
ده د نشیي توکو موضوع او له ترهګرۍ سره یې اړیکې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ باوري شوي یو چې د نشیي توکو د ستونزو د ختمولو لپاره د کروندګرو د ملاتړ او په نشیي توکو د روږدو د درملنې لپاره د کېدونکو هڅو ملاتړ په کار دی.»
دې روسي ډیپلوماټ د ښځو او نجونو په شمول د افغان وګړو د حقونو او ازادیو د وضعیت او ټولشموله حکومت د جوړېدو په تړاو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې «هیله لرو په دواړو اړخونو کې به مثبت خوځښت راشي».
ده په اخیر کې وویل چې په افغانستان کې د اوږدمهالې او پایداره سولې راتګ هغه وخت شونی دی چې له طالبانو سره صابرانه خبرې وشي، نه دا چې د افغانستان پر خلګو د نورو لیدلوري او لومړیتوبونه تحمیل شي.
ده وویل: «دا هماغه شی دی چې اوسنی بنبست ورسره حل کېدلای او تر دې وروسته افغانستان له نړیوالې ټولنې سره بیرته یو ځای کولای شي.»
پر تعامل د چین د استازي ټینګار
د تېري شپې په غونډه کې د چین استازي له طالبانو سره د تعامل پر ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې چین له «موقت دولت» (طالبانو) سره د متقابل باور په پیاوړتیا کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ او د خبرو-اترو له لارې د یوه-بل اندېښنو ته د رسیدګۍ ملاتړ کوي.
ده وویل، چین یو ځل بیا ټینګار کوي چې امنیت شورا باید د طالبانو پر غړو د سفر بندیز لیرې کړي.
د چین استازي همدا راز وویل چې هیله لري چې طالبان به مشروع نړیوالې غوښتنې په پام کې ونیسي او د زده کړو، بوختیا او عمومي ژوند په برخه کې به د ښځو برابرو حقونو ته درناوی وکړي.
ده په عین مهال کې وویل چې د ښځو حقونه د هیواد یوازینۍ ستونزه نه ده.
د چین استازي د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه وویل چې چین د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د داعش، القاعدې او ترکستان د ډلې په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره مقابلې ته دوام ورکړي، تر څو د ترهګرۍ د ودې ریښې وخېژي.