اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې «نامعلومو وسله والو» د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یو ډلمشر وژلی دی.
یوې سرچینې وویل، دا ډلمشر تېره ورځ (سې شنبه ۲۱ د کب) شاوخوا ۱:۰۰ بجه د نرنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوی.
سرچینه زیاتوي، د پاکستاني طالبانو د تحریک دا ډلمشر «رحیم الله» نومېده او په «غازي لالا» مشهور و چې په دې تحریک کې یې د یوې ډلې مشرې په غاړه درلوده.
د سرچینې په وینا، بریدګر له سیمې تښتېدلي او تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت هم چا نه دی منلی.
تر اوسه د یادې پېښې په تړاو کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ګڼ غړي وژل شوي، خو تراوسه یې عاملین نه دي معلوم شوي.