اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر ښځې او نجونې وایي، چې د بد اقتصادي وضعیت او پر دوی د طالبانو له لوري د وضعه شوېو محدودېتونو له امله یې حرفوي زده کړو په ځانګړي ډول خیاطۍ او غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د جامو ګنډلو یوه کارخونه چې نږدې ۵۰ نجونې او ښځې په کې په کار بوختې دي؛ د عایشې په نوم یوه کارګره یې وایي، چې پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته یې خیاطۍ ته مخه کړې.
هغه خوښي څرګندوي چې دې کارخونه کې ورته د خیاطۍ او ګلدوزۍ حرفې زدهکړې زمینه برابره شوې او وايي، دا مهال خیاطي او ګلدوزي زدهکوي.
عایشې وویل: «تر اتم ټولګي مې زده کړې کړي، خو کله چې ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول، تصمیم مې ونیوه چې باید له دې فرصت ګټه واخلم او خیاطي زده کړم، نو دا دوه کلونه کېږي چې دلته کار کوم او په هره جوړه جامو ګنډلو کې راته ۱۵۰ افغانۍ راکول کېږي.»
د دې مرکز د یوې بلې زده کوونکې حنا امان په وینا، د خیاطۍ او ګلدوزۍ له زدهکړې وروسته به یې اقتصادي ستونزې هوارې او ځانبسیاینې ته به ورسېږي.
امان زیاته کړه :«زما څلور میاشتې کېږي چې دلته د خیاطۍ زده کړې لپاره راځم او ډیره هڅه کې یم، چې جامو ګنډل زده کړم او له همدې لارې به د کورنۍ اقتصادي ستونزې تر یوې کچې هوارې کړم او هم به خپلې اقتصادي ستونزې حل کړم.»
د لغمان مرکز مهترلام ته څېرمه د «هندوکش غالیو اوبدلو» په نوم کارخونه کې چې پنځلس نجونې او ښځې د غالیو اوبدلو او نورو برخو کې پر کار بوختې دي. د دې مرکز یوه کارګره نفیسه وایي، که څه هم د افغانستان غالۍ په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري، خو په هیواد دننه یې د دوی خوارېو او زیار ته په کتو عاید کم، خو د اړتیا له امله دا هر څه پر ځان منلي او دغه کار ته دوام ورکوي.
نفیسه زیاتوي: «په دې کارخونه کې له مونږ سره پنځلس نجونې او ښځې کار کوي د غالیو اوبدل سخت کار دی حوصله غواړي، ځکه د ګراف کار دی مرینوب غالۍ نازکه اوبدل کېږي، خو په مقابل کې یې عاید کم دی لکه څومره چې مونږ زیار باستو په هغه اندازه راته ګټه نه پاتې کېږي، په کار ده چې د ښځو سره په هره برخه کې همکاري وشي.»
د یادې کارخونې یوه بله غالۍ اوبدونکې شکېلا وايي، چې د ډېر کار له امله یې لاسونه زخمي کېږي، خو له ناچاره ورځې غالۍ اوبدي.
د «هندوکش غالیو اوبدلو» په نوم د کارخونې مسوول مصطفی بابکرخېل بیا وایي، د یادې کارخونې د جوړېدو موخه یې ښځو ته د کاري زمینې برابرول دي او اوس دغه کارخونه کې نږدې ۱۵ ښځې او نجونې کار کوي.
د هغه په خبره که څه په هیواد کې غالۍ اوبدولو صنعت وده کړې، خو لاهم په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت د خامو موادو له کمښت سره مخ دی.
بابکرخېل وویل: «د دې کارخونې تولید شوې غالۍ په داخلي سوداګرو پلورو، د برېښنا نشتون، خامو موادو کموالی د مناسب بازار نستون زمونږ عمده ستونزې دي.»
د معلوماتو له مخې د غالیو اوبدلو صنعت له کلونو راهیسې افغانستان کې ګرم بازار لري او اوس هم د بېوزلۍ او د ښځو پر کار د بندیز له امله ګڼشمېر مېرمنو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.