د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې کې درې کسان مړه شوي

اطلاعات روز: د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزي ویلي چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه نن (چهارشنبه، ۷ د وري) شاوخوا دوولس نیمې بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «مشالې تنګي» سیمه کې د یوې «ټوډي» ډوله او «ټيلر» موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، پېښه د دواړو موټرو د بې‌احتیاطۍ له کبله شوې او ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کابل-جلال اباد لویه لاره یوه له خطرناکو لارو ده چې د سړک خرابوالي، کم پلنوالي او د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله وخت نا وخت پکې ورته پېښې رامنځته کېږي.