اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې له لوګره راغلیو طالب سیلانیانو دوه ځوانان په ډزو وژلي دي.
سرچینه وایي، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۱ د وري) ماښام شاوخوا ۶:۰۰ بجې د کونړ د شیګل ولسوالۍ په «شینکوړک» سیمه کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، دا پېښه هغه مهال را منځته شوې چې دوه ډلې ځوانان چې په چکر وتلي وو، په خپلو کې سره وران شوي او شخړه یې کړې او طالبانو د شخړې د هواري په موخه پر دغو ځوانانو د تفنګچې ډزې کړي چې په پایله کې دوه ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینه زیاتوي چې دا طالبان د لوګر ولایت اوسېدونکي دي چې کونړ ته د سیاحت په موخه راغلي وو.
د سرچینې په خبره وژل شوي ځوانان د کونړ د مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې یو یې له هېواده بهر د طب پوهنځي د وروستي کال زده کړیال و.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو د دغې پېښې په تړاو جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې دوه کاله وړاندې د طالبانو جنګیالیو د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې یو ځوان په واده کې په موټر کې د موسیقۍ غږولو له امله په ډزو وژلی وو.