اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې «ناڅرګنده کسانو» له یو ۱۵ کلن تنکي ځوان سر پرې کړی دی.
یوې سرچینې وویل، چې دا پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۳ د وري) د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند «ډبرزو» سیمه کې رامنځته شوې.
سرچینې د وژل شوي ځوان د هویت او د پېښې د لامل په تړاو نور جزیات په ډاګه نه کړل.
یوه بله سرچینه بیا وایي، دا ځوان داسې مهال وژل کېږي چې نن یې د خپل تره د واده مراسم هم ټاکل شوي وو.
بل لور ته د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان دا پېښه تایید کړې او وایي، چې طالبانو په پېښه کې د لاس لرلو په تور څلور کسان نیولي او څېړنې ترې روانې دي. د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د کوچني اختر په دویمه ورځ د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې له لوګر څخه دې ولایت ته ورغلیو طالب سیلانیانو دوه کونړي ځوانان د یوې شخړې پرمهال په ډزو وژلي وو.