کونړ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.

د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وایي، لومړۍ پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۳ د وري) ماسپښین مهال د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه وېډز ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.

دهقان وایي، په دې پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

فرید دهقان دغه راز زیاتوي، چې د کونړ د مرکز اسعداباد ښار په ډنډونو سیمه کې هم تېره ورځ مازدیګر مهال د یوې کرولا او الټو ډوله موټر د ټکر له امله اووه کسان ژوبل شوي.

د نوموړي په وینا، چې د دواړو پېښو ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په تړاو یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګڼو ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.