سرتېري

له ۲۰۳ تندر قول اردو له زرو د زیاتو سرتېرو فراغت؛ مسوولین: که طالبان سولې ته غاړه کېنږدي وبه ځپل شي

اطلاعات روز:  په سویل ختیځ زون کې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه ۱۱۴۰ کسانو له درې میاشتنیو نظامي زده کړو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل، چې د امنیت ساتنې په موخه به پکتیا او خوست ولایتونو ته واستول شي. 

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وايي، فارغ شویو سرتیرو ته یې په نظامي برخو کې درې میاشتنۍ زده کړې ورکړې، چې له دې ځایه به یې ځینې په پکتیا او پاتې نور به په خوست ولایت کې ځای پر ځای شي. 

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان بریدجنرال میرویس صافی وايي، دغو کسانو ته یې د مسلکي ښوونکو له لوري د درنو او سپکو وسلو او له خلکو سره په ښه چلند برخه کې زده کړې ورکړل شوې دي. 

نوموړی وايي: «دغه سرتیري چې نن یې د فراغت اسناد واخیستل، دوی ته زمونږ د مسلکي ښوونکو له لوري دوی ته په ښه ډول زده کړې ورکړل شوې، د وسلو استعمال په برخه کې او هم له خلکو سره د نیک چلند په اړه دوی ته ځانګړې لارښوونې شوې دي.»

ښاغلی صافی زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو هغه پلانونه یې شنډ کړي، چې غوښتل یې د دې زون په ځینو ولایتونو کې ولسوالیو ته سقوط ورکړي. 

صافي وویل: «وسله والو مخالفینو په دې تېر ژمي کې هغه توان یې چې درلود او فکر یې کاوه، چې دوی به ولسوالي یا سیمې ونیسي، خو زمونږ د زړ ورو سرتېرو د لوړ مرال په نتیجه کې د دوی شوم اهداف له منځه یوړل او که اوړی هم کوم ناسم حرکات ترسره کوي، د ملي اردو ځواکونه به یې ځپی او له دې خاورې به یې د تل لپاره ورکوي.»

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان بریدجنرال میرویس صافی وايي، دغو کسانو ته یې د مسلکي ښوونکو له لوري د درنو او سپکو وسلو او له خلکو سره په ښه چلند برخه کې زده کړې ورکړل شوې دي. 

میرویس صافي دا هم وویل، چې د سویل ختیځ زون په ټولو ولایتونو کې یې کافي سرتیري ځای پر ځای کړي او د نا امنه سیمو د با امنه کېدو لپاره به لا کوټلي ګامونه واخیستل شي. 

د نوموړي په وینا که وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېنږدي د ځپلو لپاره به یې ګډ عملیات هم پیل کړي.

هغه داسې وايي: «مونږ په پکتیا، لوګر، میدان وردګو، غزني، پکتیکا او خوست کې اوس هم کافي سرتیري لرو، که مخالفین هر څورمه کوشش وکړي، چې په جګړې لاس پورې کړي، په ډېرې اسانۍ سره به یې وځپو او دوی ته به اجازه ورنکړو، چې دلته په سیمه کې ویره خوره کړي، بله دا چې طالبانو ته اوس یوازې تبلیغات ورپاتې دي، زور یې وتلی او د تبلیغاتو له لارې خلکو ته ځان ښودنه کوي.»

فارغ شوي ۱۱۴۰ سرتېري به پکتیا او خوست ولایتونو کې ځای پر ځای شي.

بلخوا له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه فارغ سرتیري وايي، په ښه ډول یې نظامي زده کړې کړې او په وینا یې که په هر ځای کې ورته د دندې ترسره کولو امر وشي،  تیار دي چې له خپلې خاورې او خلکو څخه به په کلکه دفاع وکړي.

د دوی له ډلې یې وحیدالله اطلاعات روز ته وویل، چې د سپکو او درنو وسلو د استعمال په برخه کې یې له مسلکي ښوونکو زده کړې کړې او کولی شي، چې په ښه ډول دندې ته ادامه ورکړي. 

وحیدالله وايي: «مونږ ته په دې تېرو دریو میاشتو کې د مسلکي ښوونکو له خوا د سپکو او درنو وسلو په برخه کې په ښه ډول زده کړې راکړل شوې دي او په ځان پوره باوري یم چې په همدې نظامي لیکو کې به په ښه ډول سره دنده پرمخ یوسم.»

یو بل تن سرتېری رحمان الله بیا داسې وايي: « کوم ځوانان چې نن فارغ شول، زده باوري یم، چې دوی ټول دلته په خپل شوق راغلي او په ډیره مینه به خپلې دندې هغه که په هر ولایت کې و اوسي، ترسره کوي، خپله هم که ما هر ځای لیږي خوشحاله یم، چې له خپل ولی او خاورې دفاع کوم.»

په سویل ختیځ زون کې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په داسې مهال ګڼ سرتیري د امنیت ساتنې لپاره فارغیږي، چې د دې زون په لوګر، میدان وردګو او غزني کې د وسله والو طالبانو جګړو زور اخیستی دی.