اطلاعات روز: په لغمان کې ځایي سرچینې وايي چې د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوه کس جسد پیدا شوی دی.
د سیمې د یو اوسېدونکي په وینا چې یاد جسد تېره ورځ (پنجشنبه، ۱۵ د وري) «مشالې کمر» سیمه کې ځایي خلکو موندلی دی.
سرچینه زیاتوي چې تراوسه د وژل شوي کس د وژل کېدو لامل څرګند نه دی او نه یې هم هویت معالوم دی چې د کوم ځای اوسېدونکی دی.
د هغه په خبره د پیدا شوي کس جسد یې د طالب مسوولانو په مرسته د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدولی، خو لاتراوسه یې د کورنۍ غړي نه دي پيدا شوي.
بلخوا لغمان کې طالب مسوولینو تراوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم دې ولایت او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې د ناموس په نوم، کورني تاوتریخوالي او نورو لاملونو له کبله ورته پېښې رامنځته شوي دي.