اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې ملي امنیت ځواکونو د داعش ډلې دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۷ د وري) اطلاعات روز ورخپانې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲قطعې» ځواکونو تېره شپه د دې ولایت د غني خیلو ولسوالۍ ۲۵مې ویالې سیمه کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش دوه غړي د مقاومت پرمهال وژلي او د یادې ډلې پنځه نور غړي یې ژوندي نیولي دي.
د خوږیاڼي د مالوماتو له مخې په نیول شویو کسانو کې د داعش ډلې د هدفې وژنو غړی عربستان چې په سعودې مشهور و او نعیم الله چې د بریدونو زمینه برابروونکی و، هم شامل دي.
هغه وایې، چې د یادو عملیاتو پرمهال دوه میله راکیټ، یو میل کلاشنکوف، دوه قبضې لاسې بمونه او یوه تفنګچه هم د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
خوږیاڼي زیاته کړه: «تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو غني خیلو ولسوالۍ په ۲۵ مې ویالې سیمه کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.»
خو ځایي خلک بیا وایې، چې د تېرې شپې د عملیاتو پرمهال وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.