د وږو لپاره د «اعدام حکم»؛ ټرمپ له افغانستان سره پاتې مرستې هم ختموي

Photo: WFP

اطلاعات روز: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان او څو نورو هیوادونو سره پاتې مرستې ختموي؛ هغه اقدام چې د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا کېدلای شي، د میلیونونو وګړو لپاره د «اعدام حکم» وي.

د یوه مرستندوی بنسټ له لوري د وړاندې شویو ارقامو له مخې، ټولې بندې شوې مرستې تر ۱.۳ میلیارده ډالرو زیاتې دي.

په دې بودیجه کې ۵۶۲ میلیونه ډالر د افغانستان لپاره، ۱۰۵ میلیونه د یمن، ۱۷۰ میلیونه ډالر د سومالیا، ۲۳۷ میلیونه ډالر د سوریې او ۱۲ میلیونه د غزې لپاره دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې له بېړنیو خوراکي مرستو سره د متحده ایالاتو د مرستو پای ته رسېدل «کولای شي د میلیونونو هغو وګړو لپاره د اعدام د حکم په څېر وي چې له سختې لوږې سره مخ دي».

د خوړو د نړیوال پروګرام رییس سینډي مک‌کین ویلي، چې دبودیجې کمښت «لوږه زیاتوي، بې ثباتي ډېروي او نړۍ نوره هم ناامنه کوي».

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، چې دا سازمان هڅه کوي چې د لغوه شویو قراردادونو نور جزییات تر لاسه کړي.

رویټرز لیکلي، چې د وروستیو مرستو کمول د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې د له منځه وړلو لپاره وروستۍ هڅې دي.

ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر تلو وروسته بهرنۍ مرستې درولې دي.

لږ تر لږه دریو سرچینو ویلي، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ګڼ شمېر مهم پروګرامونه له دې ځنډ څخه مستثنا کړي وو.
متحده ایالات د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد دی.

یوې سرچینې ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې بودیجه ختمه شوې ده.

چارواکو ویلي، چې په لغوه شوې بودیجه کې د ملګرو ملتونو له یوه اژانس سره مرسته چې د ښځو او نجونو لاسنیوی کوي، همدا راز د خوړو له نړیوال پروګرام او حد اقل شپږو نورو غیر دولتي سازمانونو سره کومک بند شوی دی.

پنځو سرچینو ویلي، چې د بهرنیو چارو د وزارت د جمعیت، پناه غوښتونکو او کډوالو د دفتر له لوري له افغان وګړو سره مرسته هم پای ته رسیدلې.

د څو سرچینو او کارپوهانو په وینا، د دې مرستې ختمېدل دنړۍ بشرپالی کړکېچ زیاتوي او په میلیونونو ناهیلي انسانان له لوږې سره مخ کوي اوکولای شي چې د غیر قانوني کډوالۍ څپې راوپاروي.

د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي چې نیم یې ماشومان دي، په افغانستان کې مرستې ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې تېر کال یې په افغانستان کې له ۱۲ میلیونه وګړو سره د بېړنیو خوړو او نغدي پیسو مرسته کړې او له هغو نجونواو ښځو سره مرسته یې لومړیتوب ده چې له «سختې لوږې» سره مخ دي.

د «یوایس اې آی ډي» یوه چارواکي ویلي، چې له افغانستان سره د مرستو ختمول به د هغو زیانمنېدونکو وګړو لپاره ویجاړوونکې پایله ولري چې د طالبانو ترکنټرول لاندې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، چې متحده ایالاتو د روان کال پرمهال له افغانستان سره ۲۰۶ میلیونه ډالره مرسته کړې، په داسې حال کې چې د تېر کال پرمهال په همدې موده کې د مرستې کچه ۷۳۶ میلیونه ډالره وه.

رویټرز لیکلي، چې له افغانستان سره د مرستو ودرول کولای شي نوې اقتصادي بې ثباتي رامنځته کړي، ځکه چې په کابل کې یوه خصوصي بانک د ډالرو پر لېږلو او په افغانۍ یې د بدلولو او همدا راز د مرستندویه عملیاتو پر مالي تأمین اغېز کوي.

امریکایي چارواکو ویلي، د مرستو دا کمېدل ممکن داسې شرایط رامنځته کړي چې خلک د داعش په څېر افراطي ډلو سره یو ځای شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته