اطلاعات روز: کونړ کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د سخت توپان له امله د یوه کور چت پرېوتی چې له امله یې د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي او یوه کوچنۍ نجلۍ ټپي شوې.
سرچینه وایي، دا پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۲۰ د وري) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د چپې درې ولسوالې اړوند «ګلسلک» سیمه کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې مړه شوي ماشومان کم عمره وو؛ خو د عمرونو او نومونو په تړاو یې نور جزییات ورنه کړل.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو او طوفانونو له امله د کورونو د چت پرېوتو له امله مرګونې پېښې رامنځته شوي.