لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او اووه نور ټپیان دي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو محلي مسوولان وايي چې د کابل ـ جلال اباد پر لويه لار «مشالې کمر»سیمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او د درو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون اووه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند محمد یونس یوسفزی وايي چې دا پېښه نن (شنبه، ٢٤ د وري) د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره هغه مهال شوې کله چې یو «کرولا» ډوله موټر له سړک اوښتی او چپه شوی.

نوموړی زياتوي، په مړو شويو کسانو کې یوه ښځه او په ټپیانو کې د درو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون اووه کسان شامل دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د هغه په خبره د پېښې ټپیان د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي، چې ډاکټرانو یې د ځینو وضعیت اندېښمنونکی بللی دی.

د يادولو ده چې ډېری مهال د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره داسې پېښې د موټر چلوونکيو د بې‌احتياطۍ له کبله رامنځته کېږي.