لغمان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۴ د وري) د الینګار ولسوالۍ اړوند «چنچار پل» ته څېرمه د یو موټر سایکل او هندۍ ریکشې ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل، چې ټپيان شوي کسان د ځایي طالب مسوولینو او ولسي خلکو په مرسته ولایتي روغتون ته لیږدول شوي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

د یوسفزي په وینا، همداراز پرون د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ په «دګران» سیمه کې یو «سرف» موټر د ګړندي تګ له امله له سړکه اوښتی او چپه شوی چې په کې یوه کس خپل ژوند بایللی.

هغه وایي، یادې ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې هم د لغمان اړوند د کابل-جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو ښځو او درو ماشومانو په ګډون اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته